چارواکي: خوست کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي 

ارشیف

د خوست د ښځو د چارو رييسه وايي، په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي دي.

د خوست د ښځو چارو رییسې شافعې نورزۍ ازادۍ راډیو ته وویل، تېر کال یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۵ پيښې ثبت کړې وې، خو سږ کال تر اوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵ پيښې ثبت شوي دي.

دې د تاوتریخوالي د پېښو د څرنګوالي په اړه وویل: "په دې قضیو کې وهل – ټکول، د نفقې نه ورکول شامل دي، خو لا هم کال لا پاتې دی او ښايي ګراف یو څه لوړ شي."

اغلې نورزۍ همداراز وویل، چې د پخوا په پرتله د ښځو ژوند ښه شوی او حتا په لیرې پرتو سیمو کې نجونې ښوونځیو ته ځي، ښځې کار کوي او څه نا څه د خپلو حقونو غوښتنه کولی شي.