په نورستان کې د ځنګلونو ساتلو لپاره ګډه پرېکړه وشوه  

د نورستان د ځنګلونو یوه څنډه- ارشیف

په نورستان کې حکومتي چارواکو او قومي شوراګانو د ځنګلونو د ساتلو لپاره په ګډه پرېکړه وکړه.

د نورستان د والي ویاند محمد سعید مومند ازادي راډیو ته وویل، دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ د حکومتي چارواکو او قومي شورا ګانو په شریکه غونډه کې وشوه.

هغه زیاته کړه: "د نورستان له ولسي شوراګانو سره په دې پرېکړه وشوه چې د نورستان په مرکز پارون او ولسوالیو کې هیڅوک په خپل سر ولو د ځنګل وچه ونه هم نه شي وهلی."

ښاغلي مومند زیاته کړه، چې پخوا هم د نورستان خلکو په خپل ولایت کې د ځنګلونو ساتنه کړې او بیا يي هم ژمنه کړې چې که هر څوک ځنګل وهې نو دوی به یې د قومي ناغې ترڅنګ حکومت ته سپاري.

په نورستان کې په داسې حال کې حکومت او قوم په ګډه د ځنګل ساتنې پرېکړه کړې چې د دغه ولایت په ګاونډ کونړ کې ډیری ځنګلونه وهل شوي او لاهم په یو شمېر نا امنو سیمو کې يې د ځنګلونو بې درېغه وهل دوام لري.