د ناټو سرمنشي وايي، سره له دې چې ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو پرېکړه کړې، خو د دې تړون ماموریت به دوام وکړي.
ینس سټولټنبرګ پرون (دوشنبه) د ناټو په ۶۶ کالنۍ پارلماني غونډه کې وویل، د ناټو هیڅ متحد دا خطر منلی نه شي چې افغانستان د بېلابېلو هیوادونو لپاره په خطر بدل شي.
هغه زیاته کړه: "لکه څرنګه چې پوهېږئ، د امریکا متحدو ایالتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کموي خو د ناټو ماموریت دوام کوي، موږ به د افغان امنیتي خواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو، زموږ هیڅ متحد نه غواړي تر اړتیا زیات په افغانستان کې پاتې شي."
د ناټو سرمنشي همداراز وویل، په افغانستان کې د دې تړون د حضور د راتلونکې په اړه به د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې ټاکل شوې ده د راتلونکي کال په فبرورۍ کې جوړه شي، پرېکړه وشي.
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر میلر تېره اوونۍ وویل چې د ولسمشر دونالډ ټرمپ په امر به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر د جنورۍ تر نیمايي پورې ۲۵۰۰ ته راکم کړي.