"د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ تر ۲۶ زرو زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې"

ارشيف

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف وایي، له ۲۶ زرو زیات ماشومان په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ جګړو کې مړه یا ټپیان شوي دي.

یونیسف دا خبره په هغه راپور کې چې نن دوشنبې یې خپور کړی کړې او ویلي یې دي چې یوازې تیر۲۰۱۹ کال ۸۷۴ ماشومان په افغانستان کې وژل شوي او ۲۲۷۵ ټپیان شوي دي.

یونیسف وایي، دا په نړۍ کې د جګړو په سیمو کې د ټولو وژل شویو او معلول شویو ماشومانو په سلو کې دیرش دی.

د راپورپه اسناد دغه ماشومان د حکومتي ځواکونو او د وسله والو مخالفانو ترمنځ مخامخ جګړو په نتیجه مړه یا ټپیان شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په وروستي راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ټول ټال ۵۹۳۹ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي چې په سلو کې څه باندې ۳۰ یې ماشومان دي.