اتمر: د سولې ټینګښت د افغانستان د دولت لپاره ستر لومړیتوب دی

محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د جنیوا کنفرانس ته په پرانستونکې وینا وویل چې د سولې ټینګښت د افغانستان د دولت لپاره ستر لومړیتوب دی.

هغه زیاته کړه: "په جنیوا کې د افغانستان د کنفرانس پر مهال چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د دوامداره مشارکت یوه مهمه غونډه ده، تر پایداره سولې جوړونې پرته په کومې بلې مهمې فکر نه شم کولای، سوله اوس وخت په اساسي توګه له سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو سره د مشارکت په برخه کې د افغانستان په یوه مهمه تګلاره بدله شوې ده."

ښاغلي اتمر د سولې د لومړیتوب خبره داسې مهال کوي چې د طالبانو او افغان دولت د مرکچي پلاوو ترمنځ له شاوخوا دونیمو میاشتو راهیسې پیل شویو خبرو تراوسه د پام وړنتیجه نه ده ورکړې او هغه په ټپه درېدلي ښکاري.

له افغانستان سره د جنیوا په دغه لوی مرستندویه کنفرانس کې به چې سبا به هم دوام کوي او د نړۍ د شاوخوا اویا هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو حضوري یا په انلاین بڼه ګډون کړې، تر۲۰۲۴ کال پورې له دې هېواد سره د ملیارډونو ډالرو نویو مرستو ژمنې وکړي.

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني هم سبا دې کنفرانس ته مجازي وینا وکړي.