جوبایډن "انټوني بلینکن" د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه نوموي

انټوني بلینکن

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې تمه ده چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن به د خپلې اوږدې مودې سلاکار او باتجربه ډیپلوماټ انټوني بلینکن د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ونوموي.

که هغه دې چوکۍ ته ونومول شي او سنا یې هم تایید کړي، د بلینکن دنده به د امریکا د اوسنۍ ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څلورکلنې دورې وروسته چې شعارې یې و، لومړۍ امریکا او دغه پالیسي یې له نړیوالو سازمونود لیرې والي او له خپلو متحدانو او رقیبانو سره د یوشان نښتو ښکارندوي کوله، د امریکا د ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو بیا احیا کول وي.

تمه ده چې بایډن به سبا د خپلې کابینې یو شمېر غړي اعلان کړي.

ویل کېږي، بایډن به جک سولیوان چې د امریکا د بهرنیو چارود پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن نږدې همکارو، خپل د ملي امنیت د سلاکار په توګه ونوموي.

بایډن د خپلې راتلونکې ادارې اساس داسې مهال ږدي چې د هغه سیال اوسنی ولسمشرډونالډ ټرمپ ډیره هڅه کوي چې د نومبرد دریمې د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو نتیجه چې بایډن یې ګټونکی اعلان شوی، باطله کړي.

ټرمپ په دغو انتخاباتو کې خپله ماتې تراوسه نه ده منلې.