ګاسمن: نړیوال مرستندویان دې د افغانانو لومړیتوب ته پام وکړي

پاتریشیا ګاسمن

د بشر د حقونو د څار سازمان هیومان رایټس واچ د افغانستان په نړیوالو مرستندویانو غږ کړی چې له دې هېواد سره د کېدونکو مرستو په ژمنو کې باید دې ته لومړیتوب ورکړي چې بسپنې یې د ښوونې او روغتیا په تېره بیا د نجونو او ښځو لپاره په خدمتونو او خپلواکو رسنیو ولګېږي.

د بشر د حقونو دغه نیویارک میشتي سازمان دا غوښتنه د افغانستان په اړه د جنیوا له کنفرانس سره چې ټاکل شوې نن پیل شي، په یوه وخت کړې ده.

پاتریشیا ګاسمن چې د دې سازمان د آسیا د چارو مشره ده، ویلي چې د جنیوا کنفرانس یو مهم فرصت دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه خوندي او عامو افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو ته د دې زمینه برابره شي چې پراخې آزادي ولري اوله ښې ښوونې او روغتیایي خدمتونو برخمنې شي.

ګاسمن ټینګار کړی چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې روانې خبرې باید د دې لامل نه شي چې نړیوال د افغانستان له ترټولو ډېرو زیانمنونکو ټولنو سره مرستې کمې کړي.

د هغې په وینا د افغانستان راتلونکې، د یوه سوله ییزاو حقونو ته په درناوي ولاړهېواد په توګه په دې پورې تړلې چې دا هېواد لوستی او سالم نفوس ولري.

د افغانستان حکومت هیله من دی چې د جنیوا په دغه دوه ورځني کنفرانس به نړیوال بسپنه ورکونکي له دې هېواد سره د راتلونکو څلورو کلونو په مخه د میلیارډونو ډالرو نویوو مرستو ژمنې وکړي.

دغه کنفرانس چې د افغانستان، فنلنډ او ملګروملتونو په ګډ مشرتابه ترسره کېږي په کې له څه باندې د اویاوو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي حضوري او په انلاین بڼه ګډون کوي.