د کوچنیو متشبثاتو او ځوانو کارموندونکو د ملاتړ هڅې ګړندۍ شوي

ارشيف

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کوچنیو متشبثاتو او ځوانو کارموندونکو د ملاتړ په موخه پنځه کلن پروګرام اعلان کړ.

د دغه وزارت ویاند جواد دبیر ازادي راډیو ته وویل چې دغه پلان پنځه ستراتیژیکې برخې رانغاړي چې په کې بنسټیزې برخې، بازارونو ته لاسرسی، مالي ملاتړ، نوې ټکنالوجۍ ته لاسرسی او ظرفیت لوړونه شاملې دي.

نوموړي وویل، چې دوی به ځوانان وهڅوي څو په لږه پانګونه بریالی کسب او کار جوړ کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دوی د وړو متشبثاتو او ځوانو کارموندونکو لپاره د ملاتړ یو کلن او دوه کلن پروګرامونه په پام کې نیولي دي چې له مخې به یې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

د راپورنو له مخې نن سبا په افغانستان کې ۵۲ سلنه خلک چې ډېری یې ځوانان دي د بې روزګارۍ له ستونزې سره مخ دي.