خلیلزاد: د افغانستان-پاکستان نوې هوکړې عملي کېدل به د سولې زمینه برابره کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

زلمی خلیلزاد وايي که د افغانستان او پاکستان ترمنځ هوکړه‌لیک عملي شي په سیمه کې به د سولې او پرمختګ زمینه برابره کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي ښاغلي خلیلزاد دا خبره بېګاه په خپل ټویټر لیکلې ده.

هغه ویلي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې له مثبت پرمختګ او هم د پاکستان له هغې ژمنې هرکلی کوي چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي د کمولو او د اوربند د تأمین لپاره کار کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ هوکړه‌لیک کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر پر مهال لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌لیک په اساس د افغانستان او پاکستان حکومتونو ژمنه کړې چې د سولې او امنیت، اقتصادي پراختیا، هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو او ګډو همکاریو ته به دوام ورکړي.