امریکا نن د خلاص آسمان له اتلس کلن تړونه وځي

مايک پومپیو

ټاکل شوې وچې د امریکا متحده ایالات نن رسماً د خلاص آسمان له اتلس کلن تړون څخه ووځي.

واشنګټن مسکو په کراتو کراتو له دغه تړون څخه چې پر وسلو د کنټرول او تایید یو تړون دی، په سرغړونه تورن کړی.

دا به د امریکا د د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د وسله له نړیوالو تړونونو څخه د هغه ووتلو وروستي یوه بېلګه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون شنبې اعلان وکړي چې متحده ایالات غواړي له دغه تړونه ووځي او د هغه د مقرراتو له مخې یې شپږمیاشتې له مخکې د دې تړون نورو ۳۴ لاسلیک کونکو ته په دې اړه خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تراوسه نه ده تایید کړه چې ایا متحده ایالات نن رسماً له دغه تړون څخه ووت که څنګه؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دغه پرېکړه غندلې ده.