د کاپیسا چارواکي: وسله والو پر ښځينه پوليسو بريد کړى

ارشيف

د کاپیسا چارواکي وایي، دوه ښځینه پولیسې نن د ناپېژاندو وسله والو په ډزو ټپیانې شوې.

د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل، د دوی د امنیې قومندانۍ دغه پولیسې چې په یوه ریکشاکې کې سپرې وې، نن سهار د کوهستان د دومې حصې په ولسوالۍ کې پرې ناپېژاندو وسله والو ډزې وکړې.

چارواکو د دواړو پولیسوروغتیایي روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

تراوسه چا یا کومې ډلې د دغې پېښې مسولیت نه دی اخیستی.