د ازادي را‌ډیو یو راپور ارزګان کې د ۷ کلنې امنې ژوند وژغوره

Your browser doesn’t support HTML5

ارشیف، محمدقاسم چې غوښتل یې خپله لور د درملنې په مقابل کې په فرزندي ورکړي، دا ویډیو تئزیني بڼه لري

د ازادي را‌ډیو یو راپور په ارزګان کې د اووه کلنې امنې ژوند وژغوره، د امنې زړه کې سوری و، خور یې تر دې مخکې په همدې ناروغۍ مړه شوې وه.

د امنې پلار ۳۲ کلن محمد قاسم د خپلې لور د درملنې وس نه درلود، نوموړي د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "امنه زما هغه لوره ده چې ما غوښتل له مجبورې ورځې یې نورو خلکو ته په لورولۍ ورکړم. په دې خاطر چې زما د بلې لور په څېر مړه نه شي، ځکه د درملنې توان مې نه درلود."

خو اوس امنه روغه او درملنه یې شوې او د خپل پلار او مور له غیږې هم نه ده جلا شوې، دا هر څه د ازادي راډیو یو راپور ممکن کړل.

شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې ازادي راډيو د کوچنۍ امنې له ناروغۍ سره مل ژوند په یو ویډويي او غږیز راپور کې انځور کړ چې تر خپرېدو وروسته یې یو شمېر کسانو د امنې پلار محمد قاسم ته د خپلې لور د درملنې لپاره د مرستې لاسونه وغځول او هغه وتوانېده چې خپله لور د درملنې لپاره هند ته بوځي او هلته له بریالۍ درملنې وروسته بېرته راستانه شي.

امنې په ساده اصطلاح د زړه سوری درلود چې په ماشومانو کې د زړه یو ډول ناروغي ده.

دا ناروغي که څه هم د درملنې وړ ده، خو په افغانستان کې یې امکانات په نشت حساب دی او که درملنه یې ونه شي د ماشوم ژوند اخېستلی شي.

د امنې پلار محمد قاسم د ازادي راډیو خبریال ته د خپلې لور د درملنې کیسه کوي:

" کله چې ازادي راډیو پرې راپور جوړ کړ، وروسته راسره خلکو مرسته وکړه او ماسره یې د درملنې لپاره هند ته بوتله. هلته یې د زړه عملیات وشول، اوس د خدای شکر ادا کوم چې لور مې روغه شوه او خوشاله یم. "

هغوی کې چې په ارزګان کې یې محمد قاسم ته د مرستې لاس وغځاوه، یو هم د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزيون مرستیال عبدالغني مدقق دی.

د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزيون مرستیال عبدالغني مدقق

هغه وايي، له دې ماشومې سره یې هغه مهال د مرستې نیت وکړ چې په ازادي راډیو کې یې د محمد قاسم د ستونزمن ژوند په اړه راپور واورېده: " سهار اته بجې وې له کوره په موټر کې د دفتر پر لور روان وم، ازادي راډيو مې په خپل موټر کې نیولې وه او ددې ماشومې په اړه مې د ارزګانه راپور اورېده، نو زړه مې درد وکړ او هوډ مې وکړ چې د دې نجلۍ سره به مرسته کوم او د درملنې لګښت به یې ورکوم. "

ښاغلی مدقق وايي، که دا نجلۍ لازیاتې درملنې ته اړتیا ولري، نو چمتو دی چې مرسته ورسره وکړي.

امنه چې مخکې یې د ناروغي له کبله خبرې هم نه شوې کولی اوس د نورو ماشومانو سره لوبې کوي او له ښې روغتیا برخمنه ده.

د امنې پلار محمد قاسم چې خپله یې زده کړې نه دي کړي وايي، غواړي لور یې زده کړې وکړي او که خدای کول راتلونکې کې ډاکټره شي.