ارګ: له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړیو د لوړې مراسم ترسره شول

ارګ کې د اداري فساد سره د مبارزې د کمېسیون غړیو د تحليف مراسمو انځور

له اداري فساد سره د مبارزې د نوي ټاکل شوي کمېسیون غړیو نن په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په وړاندې د لوړې مراسم ترسره کړل.

د ارګ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د دې کمېسیون پنځو غړیو، همایون حامد، مریم زرمتي او عبدالقیوم نظامي د شپږو کلونو او سید محمد هاشمي او فرخ لقا د دریو کلونو لپاره د وفادارۍ لوړه وکړه.

ولسمشر اشرف غني د کمېسیون غړیو ته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره پر ځینو ټکو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د قانون تطبیق کلیدي دی او هیڅوک تر قانون پورته نه دي او زیاته یې کړه چې تاسو له ځوانې ټولنې سره چې له فساده ځورېږي سروکار لرئ او په دې برخه کې ستاستو اقدامات کولای شي چې د ملت او دولت ترمنځ واټن کم کړي.

له ادراي فساد سره د مبارزې دغه نوی کمېسیون داسې مهال په کار پیل کوي چې ټاکل شوې سبا او بل سبا د نومبر په ۲۳ او۲۴ په جنیوا کې د افغانستان په اړه یو مرستندویه نړیوال کنفرانس پرانستل شي.

د دغه کنفرانس په درشل کې نړیوالې ټولنې افغانستان ته د لسو وړاندې کړیو شرطونو په ترڅ کې چې له دې هېواد سره یې د خپلو مرستو دوام ورپورې تړلی، له فساد سره کلکه مبارزه هم شامله ده.