نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې په سلګونو کسانو د قرغزستان په اساسي قانون کې د وړاندیز شویو تعدیلاتو پر وړاندې چې د حکومت مخالفان وایي، په دې هېواد کې د قدرت د انتقال په بحراني حالت کې به ازادي او ډیموکراسي له منځه یوسي، د اعتراض لپاره لاریون وکړ.
په قرغزستان کې له هغې وروسته چې د اکتوبر په ۴ مه لانجمن پارلماني انتخابات شوي او په نتیجه کې یې صدیر جعپروف د یو لړ مانورونو له لارې، د صدراعظم او سرپرست ولسمشر په توګه راڅرګند شوی، نننۍ مظاهرې په دې هېواد کې د راپورته شوي سیاسي بحران یوه بله بېلګه ده.
جعپروف پر پارلمان فشار راوستی چې په اساسي قانون کې د تعدیلاتو راوستو پروسه مخ ته یوسي.
په اساسي قانون کې نوي تعدیلات د ولسمشر صلاحیتونه زیاتوي او په اجرائیه سیسټم کې د خلکو د شورا په نوم د یوه ارګان په رامنځته کېدو سره مقننه قوه کمزورې کوي. دا به هغه ارګان وي چې پارلمان او حکومت دواړه به ورته ځواب ورکوي.
په پام کې ده چې په اساسي قانون کې د تعدیلاتو مسوده چې د نومبرپه اولسمه عامو خلکو ته په ډاګه شوې د ولسمشرۍ لپاره ترټاکلې وخت مخکې انتخاباتو کې چې د جنوري لسمې ته پلان شوې، رایې اخیستو ته وړاندې شي.