د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام پرون (شنبه) وویل چې په منځني ختیځ کې یې بي ۵۲ الوتکې ځای پر ځای کړي دي.
سینټکام د دې خبر د اعلانولو په ترڅ کې ویلي چې په سیمه کې د ثبات او امنیت ساتنې ته ژمن دی.
د سینټکام عمومي قوماندان جنرال ګریګ ګیلوټ په دې اړه ویلي چې داسې ماموریتونه د ګډو ځواکونو د چمتووالي د زیاتېدو سبب کېږي.
راپورونه وايي چې دوه بي ۵۲ الوتکې له شمالي ډاکوټا څخه په مستقیم ډول منځني ختیځ ته روانې شوي دي.