جوزپ بوریل له بوسنیايي رهبرانو د قومي اختلافاتو د حل غوښتنه وکړه

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د بوسنیا د سولې موافقې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په خبرو کې د دغه هېواد له رهبرانو د قومي اختلافاتو د حل غوښتنه وکړه.

جوزپ بوریل "Josep Borrell" وویل، د بوسنیا رهبران دې په دې کار سره خپل هېواد له اروپايي ټولنې سره یوځای کېدو ته چمتو کړي.

ښاغلي بوریل د بوسنیا په پلازمېنه سرایوو کې وویل: د ډیټون په نوم مشهوره موافقې چې د امریکا په منځګړیتوب لاسلیک شوه، د اروپا د معاصر تاریخ یوه شرموونکې دوره ختمه کړه.

د بوسنیا د سولې پر موافقه د ۱۹۹۵م کال د د نوومبر پر ۲۱مه د امریکا د اوهایو ایالت په ډیټون ښار کې سلا وشوه چې بیا څو اوونۍ وروسته په پاریس کې رسماً لاسلیک شوه.