پلاوی: د طالب بندیانو تر خوشې کېدو وروسته تاوتریخوالی د منلو نه دی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په قطر کې د دولت مذاکره کوونکي هیئت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو تر خوشې کېدو وروسته د تاوتریخوالي زیاتوالی نور د منلو وړ نه دی.

د دغه وزارت په حواله، له مایک پومپیو سره د تېرې شپې په کتنه کې د دولت مذاکره کوونکو ویلي چې روان تاوتریخوالی په قطر کې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې خلاف دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم ورسره و، پرون په قطر کې د طالبانو له مذاکره کوونکو سره هم وکتل.