د افغانستان بانک د خپل وژل شویو کارکوونکو په اړه معلومات شریک کړي

د افغانستان بانک وايي، د خپلو درېیو کارکوونکو د وژنې د ښې څېړنې لپاره یې له امنیتي ارګانونو سره مهم معلومات شریک کړي دي.

د دغه بانک درې کارکوونکي چې د طلوع ټلوېزیون پخوانی ویاند یما سیاوش هم په کې شامل و، د لړم/عقرب پر ۱۷مه په کابل کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د یما سیاوش پلار شکایت کړی و، که د زوی د وژنې دوسیه یې ونه څېړل شي، دی د هاګ نړیوالې محکمې ته خپل شکایت ورسوي.

خو د افغانستان بانک پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان بانک له کشفي او امنیتي سره د هغه موټر چې چاودنه ورباندې شوې د "GPS" معلومات، د بانک د امنیتي کامرو تصویرونه او نور معلومات شریک کړي دي.

د مقناطیسي ماین په چاودنه کې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي هم ووژل شو چې تراوسه یې حکومت د قاتلانو په موندلو او سزا ورکولو نه دی بریالی شوی.