په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ د تازه شخړې له کبله یو ځل بیا پر دې لارې تګ راتګ بند شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن آزادي راډیو ته وویل چې د تورخم لاره وروسته له هغه بنده شوه چې په دې ښارګوټي کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د پخپل سر آبادیو چارو پر وړاندې د افغان ځواکونو د ممانعت له کبله د دواړو لورو ترمنځ ډزې وشوې.
هغه زیاته کړه: " په تورخم ښارګوټي کې له پخوا نه په یوه سیمه کې پاکستان لوري غوښتل د آبادۍ چارې ترسره کړي، نن یې بیا هم تحرکات کړي وو چې زموږ د ځواکونو لخوا یې ممانعت وشو، بیا ځینې هوایې ډزي هم وشوې، له همدې امله د پاکستان له لوري لاره تړل شوې ده."
ښاغلی خوګیاڼی وایي، له دیپلوماتیکو لارو د دې لاري د بېرته پرانستلو هڅې پیل شوي دي.
نوموړي ونه ویل چې په دې نښتو کې چاته زیان رسېدلی که نه.