چارواکي: افغانستان کې د جوارو حاصلات ۵ برابره ډېر شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د مېکانیزه کرکیلې سره په هېواد کې د جوارو حاصلات پنځه برابره ډېر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه(د لیندۍ لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې له دې لارې بزګران وکړای شي چې له خپلو کروندو څخه ښه او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي چې له یوې خوا د بزګرانو عواید ډېر شي او له بلې خوا هېواد د کرکېلي له پلوه پر ځان بسیا شي.

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکی وحیدالله وایي چې له کلونو را په دې خوا يې په خپله کرونده کې د جوارو کرکېله په دودیزه بڼه ترسره کوله چې په وینا یې زحمت یې زیات، خو حاصل یې په نشت حساب و.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د کرنې وزارت اړوند د اوبو د زېرمو د پانګونې پروژې "LKISP" له خوا سلګونه بزګران روزل شوي دي او په پام کې ده چې ياده پروژه وغځول شي.