چارواکي: افغانستان کې د المونیمي لوښو تولیدات په پراخېدو دي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، په دغه هېواد کې د المونیمي لوښو تولیدات مخ په پراخېدو دي.

د دغه وزارت ویاند جواد دبیر نن شنبه (د لیندۍ لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې دا لوښي په هرات او ننګرهار ولایتونو کې توليد او ښه بازار لري.

نوموړي وویل، په هرات کې د المونيمي لوښو د توليد فابریکې په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په پانګونه خپل فعالیت پیل کړ چې تولیدات يې اوس د سیمې او اروپایي هېوادونو ته هم صادریږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې د دې کارخونې د تولید ظرفیت په میاشت کې ۹۰ ټنه دي، خو د اړتيا وړ اومه موادو د نشتون له امله اوس په میاشت کې ۴۰ ټنه تولیدات لري چې ۳۰۰ تنو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده.

د دغه وزارت وياند دغه شان وايي، په ننګرهار ولايت کې د المونیمي لوښو تولیدي فابریکې بيا هره ورځ تر ۳ زره کیلوګرامه بېلابېل لوښي تولیدوي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال په ننګرهار کې د المونیمو لوښو د تولید درې فابریکې فعالیت کوي.

په دغو درېیو فابریکو کې ۱۷۰ تنو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د المونیمي لوښو د تولیدي فابریکو د کار او فعالیت پر وړاندې د ځمکې، برېښنا او خامو موادو کموالی او دغه شان د وارداتي مالونو رقابت لويې ستونزې دي چې په حلېدو سره به یې د فابریکو د تولید کچه نوره هم لوړه شي.