عبدالله: له ترکي ولسمشر سره مې پر سولې رغنده خبرې لرلې

د ملي مصالحې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره

عبدالله عبدالله وايي، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې د افغان سولې په تړاو رغنده خبرې کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ښاغلي عبدالله پرون د جمعې(د لړم ۳۰مه) په ورځ له ولسمشر اردوغان سره کتلي.

ښاغلي عبدالله د دې لیدنې او ترکیې ته د سفر په اړه یوه مرکه په خپل فیسبوک خپره کړې: "ترکیي د اسیا زړه استانبول پروسه پيل کړې، د افغانستان او ګاونډیو درې اړخیزې غونډې یي جوړې کړي، همدا راز یې د یو دور خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ، څه چې ما ترې وغوښتل هغه دا و چې دا هڅې ډېرې کړي."

عبدالله عبدالله وايي چې د افغان سولې او ثبات په تړاو د سیمې د هېوادونو د ملاتړ جلبول ډېر مهم دي.

هغه تر دې مخکې د یاد هدف لپاره پاکستان، ایران، هند او ازبېکستان ته هم سفرونه کړي.