اذربایجاني ځواکونو د نګورنو قره باغ پولې ته نږدې سيمې ته ننوتي

ارشيف


د اذربایجان ځواکونه د نګورنو قره باغ پولې ته نږدې یوې سیمې ته ننوتلي دي.

دا ګام د سولې له هغې هوکړې وروسته پورته کېږي چې د ارمنستان او اذربایجان د شپږو اونۍ اوږدې جګړې ته یې پای ورکړ.

د اذربایجان د دفاع وزارت نن ( د نومبر په ۲۰مه) اعلان وکړ چې ځواکونه یې (اغدم) سیمې ته ننوتلي دي.

دا د هغو دریو سیمو یوه ده چې د هوکړې له مخې باید د ارمنستان له ځواکونو نه اذربایجان ته وسپارل شي.

د دفاع وزارت وړاندې ویلي، د اغدم سیمه کې یوه ورځ وروسته تر دې اذربایجاني ځواکونه ځای پر ځای شول چې ارمني ځواکونه ترې ووتل.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د روسیې په منځګړیتوب هوکړه وشوه او د نګورنو قره باغ پر سر هغه جګړه ورسره ودرېده چې د سپټمبر په ۲۹مه پيل شوې وه.