د استرالیا د دفاع وزیره وایي، له کله نه یې چې افغانستان کې د خپل پوځ د جنګي جرمونو راپور کتلی، روغتیایي وضعیت یې خراب شوی دی.
لېندا رینولډس نن ( جمعه) وویل چې د استرالیایي ځواکونو د یوې ډلې چلند د یوه هېواد له ارزښتونو استازیتوب نه شي کولای.
هغه زياتوي: "فکر کوم هر چاته چې پوځي یونیفورم اغوندي یا یې دا جامه پر تن وي، ازار ورکونکې ده، خو که له بل پلوه وکتل شي، په واقعیت کې دا د استرالیا د دفاعي ځواکونو د ارزښتونو استازیتوب نه کوي، مونږ باید له دې سره چلند وکړو."
د استرالیا د دفاع وزېرې ویلي، افغانستان کې د دغو جرمونو په اړه رڼې او صادقانه څېړنې کېږي.
له دې وړاندې د استرالیا لوی درستیز ویلي چې ځواکونو یې افغانستان کې له ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کال ترمنځ موده کې ۳۹ افغانان وژلي دي.
د استرالیا د دفاع وزارت راپور د څه باندې څلور سوه شاهدانو د خبرو او زرګونه سندونو د ارزونې پر بنسټ جوړ شوی دی.