"جو بایډن" په جورجیا ایالت کې هم ګټونکی اعلان شو

جو بایډن

د امریکا په جورجیا ایالت کې په لاس د رایو تر شمېرنې وروسته منتخب ولسمشر جو بایډن په دغه ایالت کې هم ګټونکی اعلان شو.

دغې بریا ډیموکرات جو بایډن د امریکا د ولسمشرۍ د نومبر د در‎ېیمې د ټاکنو د ګټونکي په توګه تایید کړ.

د جورجیا ایالتي منشي براد رافنسپرګر وویل، له شک پرته دغه ایالت نن د بایډن بریا تاییدوي.

غیر رسمي نتیجو ښوولې وه، چې جو بایډن په دغه ایالت کې تر ډونالډ ټرمپ ۱۴۰۰۰ رایې مخکې دی او د دغه ایالت د قانون له مخې د ولسمشرۍ یو کاندید باید نږدې ۵ میلیونه رایې خپلې کړي.

جو بایډن د نوامبر پر اوومه د الکتورال یا ټاکنیزو کالجونو تر ۲۷۰ زیاتې رایې خپلې کړي او امریکایي رسنیو دی د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی.