چارواکي: تورخم کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول

ارشيف

په تورخم کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادۍ راډيو ته وويل: (۲۷۵) کيلوګرامه نشه يي مواد چې په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه له هېواد څخه دباندې قاچاق کړل شي، پولیسو ونيول.

په دې موادو کې (۵۴) کيلوګرامه هيرويين، (۸۹) کيلوګرامه تارياک او (۱۳۲) کيلوګرامه چرس شامل وو. د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.