د غزني اوسېدونکي د "الیاس داعي" غږ پسې ارمان کوي

الياس داعي

په غزني کې د الیاس داعي د راپورونو او غږ ځینې مینه وال په هغه پسې ارمان کوي.

دوی وايي، د امنیتي راپورونو ترڅنګ الیاس داعي د تعلیم، روغتیا، کرنې، پرمختګ او ډېری نورو برخو کې د هغه راپورنه د پام وړ وو.

مرتضی وردګ اته ویشته کلن ځوان دی.

دی وايي، له وخته ازادي راډیو اورم، خو په ټولونو کې مې د الیاس داعي له ښکلي غږ سره زیاته مینه وه، تر ډېره به مې هیر نه شي.

عبدالمجید ژړاند خبریال دی.

دی وايي، د الیاس داعي په رنګه ډېر لږ خبریالان به په افغانستان کې پیدا کېږي، تولیدي راپورونه یې ډېر د ستاینې وو.

د غزني اوسېدونکي له دولت څخه د الیاس داعي د وژونکو د نیولو او سزا کولو غوښتنه کوي.

پر الیاس داعي د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دی چې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه بلل کېږي.
الياس داعي تېره اوونۍ لښکرګاه کې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.