بدخشان چارواکي: مایمي کې نښتې دوام لري

ارشیف

د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، د مایمي ولسوالي په مرکز کې نښتې لا دوام لري.

د دې ولایت د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني پرون ماخستن ازادي راډيو ته وویل چې نن سهار به تازه دمې ځواکونه سیمې ته ولېږل شي.

هغه زیاته کړه: "دغو نښتو کې له بده مرغه امنیتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي او طالبانو ته هم درانه تلفات اووښتي دي، مرستندویه ځواکونه د پنجشنبې په ماښام د هوا د خرابوالي له کبله ونه لېږل شول خو سهار وختي مرستندویه ځواکونه سیمې ته لېږل کېږي."

د سیمې اوسېدونکو په بدخشان کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې طالبانو د مایمي ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ ودانۍ ته اور ورته کړ او ټول تجهیزات یې له ځان سره یووړل.

چارواکو دا خبره نه ده تایید کړې او نه یې هم د جګړې د تلفاتو دقیق شمېر ښودلی.

د پنجشنبې په ورځ د مایمي چارواکو تایید کړه چې دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د مایمي ولسوال کامبیز قرباني ازادي راډیو ته وویل چې د پنجشنبې په سهار (د لړم ۲۹مه) پنځه بجې وسله والو طالبانو له بېلابېلو استقامتونو د دې ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز بریدونه پیل کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.