عبدالله عبدالله د ترکیې لوړپوړو چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړې

عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس د ترکیې له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پر موضوع خبرې وکړې.

ښاغلي عبدالله عبدالله ترکيې ته د سفر پر مهال د پنجشنبې په ورځ(د نومبر په نولسمه نېټه) د ترکیې د دفاع وزیر هولوسي اکار، بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو او پارلمان د رییس مصطفی سینتوپ په ګډون له ګڼو چارواکو سره ولیدل.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي: "ترکیه به د سولې په برخه کې د ملګري هېواد افغانستان د خلکو د غوښتنې ملاتړ ته دوام ورکړي."

له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د افغان دولت مذاکرچي پلاوی د قطر په دوحه کې دی چې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره چوکاټ رامنځته کړي خو په دې اړه تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

په همدې حال کې افغان دولت د سولې د بهیر لپاره سیمه ییز ملاتړ جلبوي او ترکیې ته د ښاغلي عبدالله د سفر هدف همدا یاد شوی.

تر دې مخکې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پاکستان، ایران او هندوستان ته هم ورته سفرونه کړي.