د افغانستان دفاع وزارت په کندز ولایت کې د هاوان د لګېدو له کبله د ۷ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی.
د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې دا هاوان تېره شپه د ګل تېپې ولسوالۍ په تیلوکه سیمه کې د طالبانو له خوا توغول شوی دی.
د اعلامیې په خبره په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته او زیاتوي چې ۶ نور ملکي کسان په دې پېښه کې ټپیان شوي هم دي.
د دفاع وزارت اعلامیه وایي چې طالبان د ملکي تلفاتو اصلي عاملین دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا هاوان په خپله د حکومتي ځواکونو له خوا توغول شوی دی.
د کندز په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډېر شوی او تر ډېره له ملکیانو قرباني اخلي.