کابل کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۷ تنه ونيول شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل ښار کې د نشه يي موادو د قاچاقو او پلورلو په تور اووه تنه ونيول شول.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې شپږ کيلوګرامه هيروئين ونيول شول، دا هيروئين د موټر په ټايرونو کې پټ ایښودل شوي او په پام کې وه چې پر معتادينو باندې وپلورل شي.

دغه ډول پولیسو د خيرخانې په کوتل کې هم عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو پنځه قاچاق کوونکي ونيول شول، دې قاچاق کوونکو څلور کيلوګرامه ښيښه په يوه سفري بکس کي ايښي او غوښتل يې چې د افغانستان له شمالي ولايتونو څخه يې کابل ته قاچاق کړي.