تر ۳۰ ډېرو قاچاقچیانو ته سزا ورکړل شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د نشه يي موادو تر ۳۰ ډېر قاچاق کوونکي مجازات شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د علني غونډو په جوړولو سره د نشه يي موادو ۳۶ قاچاق کوونکي چې د ۲۸ پېښو په تړاو نيول شوي وو، له دوو کالو څخه نيولې بیا تر ۱۶ کالو پورې پر بند محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل چې دا قاچاق کوونکي په بېلابېلو ولايتونو کې نيول شوي دي، له دوی سره نژدې ۳۰۰ کيلوګرامه نشه يي مواد نيول شوي دي، په دې نشه يي موادو کې هيروئين، ښيښه، چرس او تارياک شامل دي.

دغه ډول امينتي ادارو په تېره اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاقو ۲۳ مشکوک کسان ځانګړي څانوالۍ ته معرفي کړي او دوسيې يې د څېړلو په حال کې دي.