اوباما خپل نوي کتاب کې پوتین د جنایت‌کارانو له ډلې جوړ مشر یاد کړی

بارک اوباما او ولادیمیر پوتین

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما په خپل نوي کتاب کې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت انتقاد کړی او هغه‌یې د جنایت‌کارانو له ډلې جوړ د یوه حکومت مشر یاد کړی دی.

د پرامیسډ لانډ «A Promised Land» په نوم دغه کتاب کې چې لومړني ټوکي یې د سې شنبې په ورځ خپاره شوي، اوباما ویلي، پوتین ده ته هغه سیاسي فاسد مشران په یاد وروړي چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې هغې په پیل کې یې د امریکا پر ښارونو حکومت کاوه.

اوباما وایي، دغو مشرانو رشوت او ملاتړ د سوداګرۍ قانوني وسیلې بللې.

اوباما ویلي چې پوتین داسې یو هېواد جوړ کړی چې سړی ترې بېرېږي او ښایي د ودې په حال کې هېوادونو ډېر کم خلک وغواړي چې هغه د ځان لپاره یوه بېلګه وبولي.

کرملېن تر اوسه د اوباما د دغو انتقادونو په اړه څه نه‌دي ویلي.