د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بلاروسۍ څانګې یو خبریال چې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد د مظاهرو پر مهال په مېنسک کې نیول شوی و، په ۱۰ ورځني بند محکوم شو.
دا موضوع د دې خبریال د کورنۍ غړو رابرسېره کړې ده.
ایهار کارني (Ihar Karney) د هغو ۱،۲۰۰ کسانو په ډله کې و چې تېره یکشنبه (د نومبر ۱۵مه) په بلاروس کې د مظاهرو پر مهال نیول شوي وو.
هغه وخت په پلازمېنه مېنسک او نورو ښارونو کې د نیول شویو کسانو په ډله کې د کارني په ګډون لږ تر لږه ۱۸ خبریالان شامل وو.
په بلاروس کې د اګسټ میاشتې د نهمې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته مظاهرې روانې دي.
لوکاشینکا ځان د هغو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، خو د اپوزېسیون ګوندونو ویلي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.