عراق او سعودي خپله ځمکنۍ پوله تر ۳۰ کلونو وروسته پرانیسته

ارشیف، د عراق او سعودي عربستان پولې ته نږدې د سعودي عربستان سرتېری

عراق او سعودي عربستان خپله ځمکنۍ پوله تر ۳۰ کلونو وروسته بېرته پرانیستله.

د دواړو هېوادونو لوړ رتبه چارواکو پرون چهارشنبه پر پوله د دروازې د پرانیستنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

دا پوله په داسې حال کې پرانیستل شوه چې په تجارتي مالونو ډکې لارۍ له پولې واوښتې.

په ۱۹۹۰م کال کې پر کوېټ د عراق د پخواني رهبر صدام حسین تر یرغل وروسته سعودي عربستان له عراق سره خپل ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او دا پوله وتړل شوه.

خو د عراق اوسنی صدراعظم مصطفی الکاظمي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره دوستانه اړیکې لري، ځکه نو د دواړو هېوادونو تجارتي اړیکې په غوړېدو دي.