د کوېټ ځینو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د بېړني اوربند غوښتنهیې وکړه.
دغو عالمانو پرون په یوه اعلامیه کې ویلي: "په افغانستان کې روانه جګړه شرعي جواز نهلري، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه."
وسلهوالو طالبانو که څه هم د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې له واشنګټن سره موافقه لاسلیک کړې، خو بیا یې هم په افغانستان کې خپلې جګړې نهدي بندې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې اعلامیې د هرکلي ترڅنګ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دا سوله غوښتونکی اقدام د افغانانو او افغان حکومت د سولهییز لیدلوري ملاتړ څرګندوي.
دوه اوونۍ مخکې د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوال بنسټ هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.