تمه ده د پاکستان صدر اعظم سبا پنجشنبه کابل ته راشي

ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان

ټاکل شوې د پاکستان صدر اعظم عمران خان سبا په یو ورځني سفر کابل ته راشي.

خان ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پاکستان صدر اعظم شو او له هغه را وروسته دا کابل ته د نوموړي لومړنی سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه(د لړم ۲۸مه) په یوه بیان کې ویلي، د عمران خان دغه سفر د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه ترسره کېږي.

د پاکستان صدر اعظم به له افغان چاروکو سره پر سوله، سوداګرۍ، سیمه ییز اقتصاد او نښلولو خبرې وکړي.