کورنیو چارو وزارت: د 'داعي' د وژنې پېښه څیړو

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژنې پېښه د دوی تر څیړنو لاندې ده.

د وزارت ویاند طارق ارین وایي، موندنې یې ښيي چې د داعي او تر هغه مخکې کابل کې د بل خبریال یما سیاوش په وژنه کې طالبان لاس لري: "ترهګر طالبان د دې وس نه لري چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي، دوی وروستیو کې ځينې تورورونه وکړل، لکه د ښاغلي داعي او یما سیاوش وژل، زموږ کشفي او استخباراتي څانګې د دې پېښو په پلټنه بوخت دي."

هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د تېرې پنجشنبې په ورځ د هغه ماین چاودنه کې ووژل شو چې موټر پورې ېې نښلول شوی و.

طالبانو پیښه کې لاس لرل رد کړي دي.