کرونا ويروس؛ د واده هوټلونه د یوې میاشتې په مخه بند شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف د واده صالونونه د یوې میاشتې په مخه بند شول.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني نن چهارشنبه(د لړم ۲۸مه) وویل چې دغه پریکړه د کابینې په وروستۍ غونډه کې شوې ده: "دا چې افغانستان د کرونا له دویمې څپي سره مخ دی، د کابینې د دوشنبې ورځې غونډه کې پریکړه وشوه چې د لیندۍ میاشتې تر وروستیو دې د ودونو هوټلونه تړلي وي. عامې روغتیا وزارت له ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو سره د دې امر په پلي کولو کار کوي."

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيې چې افغانستان کې نژدې ۴۴ زره کسان تراوسه په کرونا اخته شوي او ۱۶۴۵ کرونایي ناروغان مړه شوي دي.

له دې وړاندې بیا چارواکو ویلي و چې د کرونا او له کبله یې د مړینې غیر رسمي شمېرې ډېرې دي.