صالح: د کابل پوهنتون د برید یو بل اصلي عامل هم نیول شوی

ارشیف، پر کابل پوهنتون له برید وروسته امنیتي سرتیري سیمه کلابنده کړې.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي چې د کابل پوهنتون د برید یو بل اصلي عامل هم نیول شوی دی.

ښاغلي صالح نن دا خبره په خپل فیسبوک لیکلې ده.

هغه ویلي، د رحمت الله په نوم یو کس چې په دې جنایت کې مستقیم لاس لري او د بریدګرې ډلې غړی دی نیول شوی.

امرالله صالح پرون هم ویلي و چې په پکتیا کې افغان پوځیانو د کابل پوهنتون د برید یو عامل وژلی او یو بل یې نیولی دی.

د دغه برید یو اصلي عامل مخکې په کابل کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی و.

د کابل په پوهنتون باندې د نومبر په دویمه وسله وال برید او چاودنې وشوې چې په نتیجه کې یې د رسمي شمېرو له مخې ۲۲ کسان ووژل شول او نږدې دېرش نور ټپیان شول.

رویټرز د ځینو افغان چارواکو په حواله بیا د وژل شویو شمېر ۳۵ او د ټپيانو ۵۰ تنه راپور کړی و.

د دغه برید مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه اخېستی خو حکومت وسله وال طالبان په تېره حقاني شبکه تورنوي چې دا برید یې ترسره کړی دی.

طالبانو په دې برید کې لاس لرل په کلکه رد کړي دي.