په داسې حال کې چې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د پاتېدو لپاره نژدې دوه میاشتې پاتې دي، ده له خپلو جګپوړیو سلاکارانو څخه د ایران پر اټمي مرکزونو د احتمالي برید، پوښتنه کړې ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د نوومبر په ۱۲مه په یوه غونډه کې چې د ده یو شمېر سلاکاران، مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او لوی درستیز مارک میلي هم په کې وو، پوښتنه وکړه چې د ایران پر اټمي تأسیساتو کې په راتلونکو اونیو کې برید وشي، څرنګه به وي؟
د ورځپانې په باور، د غونډې برخه والو ولسمشر ته د برید کولو مشوره ورنه کړه او خبرداری یې ورکړ چې داسې هڅه د ټرمپ د کار په وروستیو اونیو کې ښایي یوه لویه ستونزه رامځته کړي.
یوه امریکایي چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي دي چې سلاکارانو ولسمشر ټرمپ ته احتمالي صحنه انځور کړه او ټرمپ پریکړه وکړه چې دا کار ونه شي.