مککانل له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ژر وتلو په خاطر خبرداری ورکړ 

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر مېچ مککانل له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ژر وتلو په خاطر خبرداری ورکړ.

مککانل پرون دوشنبه (د لړم ۲۶مه) د سنا غونډې ته وویل چې دا اقدام ښایي ډېر خطرناکه وي: "له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژر وتل زموږ متحدین اغېزمنوي او هغه کسان به خوشاله کړي چې زموږ زیان غواړي. په افغانستان کې شخړې زیاتې شوې، طالبان د سولې تړون ته ژمن نه دي، له افغانستانه وار له مخه زموږ د ځواکونو ایستل به تر هغه بده پایله ولري چې په ۲۰۱۱م کې اوباما له عراقه پوځیان وایستل."

تر دې مخکې راپورونه ورکړل شوي و چې ولسمشر ټرمپ غواړي په راتلونکو څو ورځو کې په دغو دوو هېوادو کې د خپلو پوځیانو د شمېر د کمېدو اعلان وکړي.

سناتور مککانل وایي، د پوځیانو د شمېر ناڅاپي کمېدل به افراطي ډلو ته د تبلیغاتي بریا چانس برابر کړي او د شریکانو یوازي پریښودل به وګڼل شي.