د ارزګان چنارتو ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پر وړاندې لاریون کړی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې ملکي خلکو د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د طالبانو پر وړاندې لاریون کړی.

دغه خلکو ځکه لاریون کړی چې وسله والو طالبانو له تېرو څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د چنارتو ولسوالۍ پر ملکي خلکو لاره تړلې او دغه راز یې تېره ورځ یو دیني عالم د وهلو او ډبلو پر مهال وژلی هم و.

د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي د لارې تړل کیدل تأییدوي خو د دیني عالم وهل بیا ردوي.

په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت په دې غږیز راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

شرافت راپور