د ارزګان چارواکي وايي، د دې ولایت دهراوود ولسوالي ته کومکي ځواک رسېدلی دی.
د اروزګان د والي ویندوی احمدشاه ساحل ازادي راډیو ته وویل، دا ځواکونه به په دهراوود ولسوالي کې هغه سیمې تصفیه کړي چې په وروستیو ورځو کې طالبانو نیولې دي.
هغه زیاته کړه: "د دغو سیمو د بېرته نیولو او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره به انشالله عملیات پیل شي."
ساحل ونه ویل چې د هراوود ته څومره کومکي ځواک رسېدلی او کله به عملیات پيل کړي.
خو د دهراوود امنیه قوماندان جان محمد کریمي ازادي راډیو ته وویل چې لا هم د دهراوود بازار او ځینې دولتي ودانۍ د طالبانو په کنټرول کې دي.