زابل چارواکي: په دوو جلا عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي

ارشیف

په زابل کې امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې په دوو جلا عملیاتو کې لږترلږه ۱۰ طالبان وژل شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.

په زابل کې د ملي اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان ډګروال سیدبابا منصوري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې نن لسګونو طالبانو د زابل پر شملزو، مېزاني او د شاه جوی پر یو شمېر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۰ طالب وسله وال ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.

طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه وي ویلي.