د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی تهران ته تللی چې د دغه هېواد له چارواکو سره پر اقتصادي، سوداګري او ترانسپورتي همکاریو خبرې وکړي.
د افغانستان د باندنیو چارو وزارت وايي، د سیاسي مرستیال میرویس ناب په مشرۍ افغان پلاوی به، چې پرون تهران ته ورسېد د ایران د باندنیو چارو له مرستیال وزیر عباس عراقچي سره د دوو هېوادونو د اوږدمهالو او هراړخیزو همکاریو د سند پر وروستي کولو هم خبرې وکړي.
د ایران د خواف او د افغانستان د هرات ولایت ترمنځ د رېللارې پر پرانیسته به هم د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران وغږېږي.