کابل کې ماین چاودنې ۲ ټپیان کړي

ارشیف

د کابل پولیس وایي، دوه تنه د دې ښار په لویدیځه برخه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې برسېرن ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن شاوخوا دولس نیمې بجې د ده بوري په څلور لاري کې شوې ده.

هغه وویل چې ماین په یوه لنډکروزر ډوله موټر کې ځای پرځای شوی و.

تراوسه چا د دغې پېښې مسولیت نه دی اخیستی.