‎د پاکستان د صدراعظم سلاکار کابل ته راوسېد

دغه پاکستانی پلاوی د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په رسمي بلنه راغلی دی.

‎د پاکستان د صدراعظم سلاکار او ملګری پلاوی یې کابل ته راوسېد.

‎په کابل کې د پاکستان سفارت نه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کې د عمران خان سلاکار عبدالرزاق داوود یو لوړپوړي پلاوي سره یې کابل ته په درې ورځني سفر راغلي دي.

‎د دغه پاکستاني پلاوي د راتګ په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې عبدالرزاق داوود او مل پلاوی یې کابل ته د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي کمېسیون د جوړولو لپاره راغلی دی.

‎ښاغلی هېواد وایي، یاد پاکستانی پلاوی د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په رسمي بلنه راغلی دی.

‎دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د نومبر په ۱۹ مه د پنجشنبه په ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان هم له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدو په هدف کابل ته راشي.