د ارمنستان صدراعظم: د اپوزیسیون نیوکې کورني اختلافات زیاتوي

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان وایي، هغه نیوکې چې اپوزیسیون یې د تقابل په معنی بولي، په دې هېواد کې کورنیو اختلافاتو ته لمن نه وهي.

د روسیې په منځګړیتوب هغه اوربند چې د نومبر په لسمه اعلان شو او د نګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې پر سر یې وروستۍ، د شپږو اونیو جګړې ته د پای ټکی کېښود، په ارمنستان کې دننه قهرجنې مظاهرې را پارولې دي.

د اپوزیسیون اولسو ډلو د پاشینیان د استعفا غوښتنه کړې او نوموړی یې تورن کړی چې اذربایجان ته تسلیم شوی او یوه لوی خیانت یې کړی دی.

په پام کې ده چې نن د ورځې په وروستیو کې هم په پلازمېنه ایریوان کې د حکومت ضد مظاهرې وشي.

د دغه اوربند له مخې ارمنستان اذربایجان ته د نګورنو قره باغ یو شمېر لانجمنې سیمې چې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د ارمن ټبرو په کنټرول کې وې، رسماً سپاري.