د مولداویا د تېرې ورځې د ولسمشرۍ د دوهم ځلي ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیي چې لویدیځ پلوې کاندیدې، مایا ساندو د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلې ده.
ساندو چې له اروپایي ټولنې سره د خپل هېواد د نږدې اړیکو ملاتړې ده، د په سلو کې ۵۷ رایو په ګټلو سره خپل روس پلوي اوسني ولسمشر ایګوردودان ته ماتې ورکړې ده.
ده په سلو کې ۹۹ شمېرل شویو رایو د لومړنیو نتیجو له مخې چې د دې هېواد د انتخاباتو مرکزې کمېسیون اعلان کړي، هغه په سلو کې ۴۳ رایې وړي دي.
د انتخاباتو مرکزي کمېسیون، د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې د ګډونوالو شمېر په سلو کې څه باندې ۵۲ ښودلی چې دا د لومړی ځلي انتخاباتو په نسبت د ګډونوالو نږدې په سلو کې لس زیاتوالی ښیي.